د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولین وايي چې دغه ولایت کې د «EPD» موسسې په مالي او تخنيکي مرسته ۱۳۰ تنه ځوانان له بېلابېلو حرفوي شپږ میاشتنیو زدهکړو فارغ شول. د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو رییس محمدرحيم نصرت ویلي، چې يادو کسانو ته موبايل جوړونې او برېښنا برخو کې د مسلکي ښوونکو له لوري زدهکړې ورکړل شوې او له دې لارې به د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتياوې برابرې کړي. نوموړي ویلي، چې فارغو شويو کسانو ته يې د مسلک اړوند د تخنيکي وسايلو يو بشپړ کېټ هم ورکړ چې عملي کارکولو برخه کې ترې ګټه واخلي. هغه ویلي، چې په راتلونکي کې به د موسسو په مرسته هڅه وکړي چې په ولسواليو او کليوالي سيمو کې نورو وزګارو ځوانانو ته هم د حرفوي زدهکړو پروګرامونه پيل او هم فارغ شويو ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي.