ټولګټو چارو وزارت وايي، د سالنګ لویې لارې د پاتې چارو د ترسره کولو لپاره به دغه لاره د راتلونکې وږي میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته تړلې وي. د دې وزارت وياند اشرف حقشناس وايي، د سورلۍ موټرو د تګ راتګ لپاره یې بله فرعي لاره جوړه کړې ده. ټولګټو چارو وزات نن ويلي، چې د سالنګ تونل اصلي لاره به د را روانې وږي میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته د لویو باروړونکو موټرو او بسونو لپاره په بشپړ ډول تړلې وي او یوازې واړه موټرکولی شي په جوړه شوې فرعي لاره تګ راتګ وکړي. حقشناس زیاتوي چې کوچني مسافر وړونکي موټر به په دغې فرعي لارې تګ راتګ کوي خو لویې لارۍ او مسافر وړونکي بسونه به له یادې نیټې وروسته یو مخ بند وي.