د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، روان کال دغه ولایت کې د کچالو حاصلات شل سلنه زیات شوي دي. پرلپسي ورښتونه او پرېمانه اوبه هرات کې د کچالو حاصلاتو د زیاتوالي لاملونه ګڼل کېږي. دا مهال د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې یو شمېر کروندګر د خپلو خواریو پایله ترلاسه کوي. یو شمېر کروندګر بیا بازارونو کې د کچالو د بیو ټیټوالي اندېښمن کړي دي. د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسوولینو په خبره سږکال دغه ولایت کې پر یو زر او ۲۰۰ هکټاره ځمکه کچالو کرل شوي وو. د دغه ریاست شمېرې ښيي چې روان لمریز کال کې به هرات کې له ۲۲ زره مټریک ټنه زیات کچالو ترلاسه شي.