د افغانستان د کورني کرکټ مشهورې سیالۍ (شپږیزه لیګ) نهم پړاو نن پیليږي. د افغانستان کرکټ بورډ ویلي دي، دا ځل یادې سیالۍ په خپله کوي او پنځه لوبډلې به پهکې یو د بل پر وړاندې سیالۍ وکړي. د لیګ لومړۍ لوبه به د سپین غړ پړانګانو او بند امیر ښارمارانو د لوبډلو ترمنځ نن پیل شي او دویمه سیالي به هم نن تر غرمې وروسته دوه بجې د مس عینک اتلانو او امو نهنګانو د لوبډلو ترمنځ وي. د کرکټ بورډ د معلوماتو پر اساس پهدې پړاو کې به د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځیني نوموتي لوبغاړي هم ولوبيږي، خو لا څرګنده نهده چې په لومړنیو سیالیو کې به د راشدخان، محمدنبي او رحمنالله ګربز په څېر مخکښ لوبغاړي موجود وي که نه؟ د ویلو ده چې د یاد لیګ پر مهال به ټولټال ۲۱ سیالۍ ترسره شي او د اګست میاشتې تر ۲۵مې نېټې به وغځیږي.