د غور ولایت د مرکز فیروزکوه ښار په کندیوال سیمه کې د یوه فلانکوچ موټر د چپه کېدو په پېښه کې یوې ښځې او ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي. د غور ولایتي چارواکو د پېښې د لامل په تړاو څه نه دي ویلي، خو ډېر وخت دې ته د ورته پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.