د پکتیکا ولایت په سرحوضه ولسوالۍ کې د ۲ میلیونه ۷۳۹ زره ۶۰۶ افغانیو په لګښت د غازوبي چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د پکتیکا ولایتي مسوولینو ویلي چې یاد د اوبو کوچنی بند د ۴۱ متره په اوږدوالي او د ۶.۲ متره په لوړوالي سره جوړ شوی چې د ۳ زره ۵۰۰ متره مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري. د مسوولینو په خبره د یاد کوچني بند په جوړولو سره د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه به برقراره وساتل شي.