د ټولګټو چارو وزارت تخنیکي مرستیال نن د خپل وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو پروګرام کې وویل، چې په تېر یو کال یې د ۱۶۹۸ کیلومتره سفالټ سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې بشپړې کړي او سلګونه کیلومتره نور سړکونه په پاخه او معیاري ډول جوړېږي. نوموړي وویل، د کندهار – اروزګان ترمنځ د ۱۰۸ کیلومتره سړک، د ترینکوټ او دهراود د ۵۰ کیلومتره، د کندهار معروف او ارغستان د ۸۰ کیلومتره سړک، د پکتیا مرکز ګردېز څخه تر زرمت ولسوالۍ د ۱۰ کیلومتره، د سالنګ لویې لارې د ۸۰ کیلومتره سړک او د څه باندې ۲۴ کیلومترو په واټن د کابل لوګر سړک یادونه وکړه چې په خبره یې کار پرې روان دی. د دغه وزارت تخنیکي مرستیال دغه راز زیاته کړه، ټولګټو چارو وزارت تېر کال په ټول هېواد کې د ۱۰۰۰کیلومتره سړکونو د بیا رغونې تړونونه لاسلیک کړي، چې یوه له دې لویو پروژو هم د کابل -کندهار د لویې لارې بیارغونه ده چې چارې یې دوام لري.