د پاکستان لور ته په تورخم کې د ګمرک د تصفیې د ټولنېکارکوونکو د موقتي سفري اسنادو پر ضد کاربندیز اعلان کړ. هغوی ویلي، تر هغو به کار نهکوي چې د پاکستان حکومت پر موټر چلوونکو لګېدلي محدودیتونه لرې نهکړي. د پاکستان حکومت یوازې هغو موټر چلوونکو ته د تګ راتګ اجازه ورکوي چې موقتي سفري اسناد ولري. دغه پرېکړه چې د اګست له لومړۍ نېټې څخه تطبیق شوې، ګڼ شمېر موټر چلوونکي له ستونزو سره مخ کړي دي، ځکه چې د سفر موقتي اسناد نهلري. موټرچلوونکي وایي، د پاکستان سفارت په کابل کې او د افغانستان کونسلګري په پېښور کې د یادو سفري سندونو په ورکولو کې ځنډ کوي، چې د دوی کارونه یې اغېزمن کړي دي.