د فراه د بالابلوک ولسوالۍ په سربرید سیمه کې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو یو کوچنی بند جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس محمد نسیم سرهنګ ویلي، چې د اوبو دغه کوچنی بند ۳۳ متره اوږدوالی، ۴ متره لوړوالی او د ٩ زره ٨٠٠ متر مکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري چې لسګونه تنه کاریګرو ته د درېیو میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې وه. نوموړي وویل چې په دغه چکډېم ۳ میلیونه او ۴۷۰ زره افغانۍ لګښت راغلی دی.