د هرات ښاروالۍ مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د هرات ښاروال نعمت الله حسن ویلي، چې د ښاروالۍ له پراختیايي بوديجې د ۷۶ میلیونه افغانیو په لګښت د دغه ښار له فرقې سیمې څخه تر کارېزک سیمې پورې د ۴.۵ کیلو متره سړک د رغولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. نوموړي زیاته کړه چې د یاد سړک د پروژې ترڅنګ د ۴۴ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر کانالونه او پلونه هم رغول شوي دي. د یادونې وړ ده چې د هرات د فرقې او کارېزک دوه لینه سړک دغه ولایت له بادغیس سره نښلوي.