د صنعت او سوداګرۍ او د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیرانو، له یوه ازبکستاني او یوه افغان سوداګر سره چې په روسیه کې فعالیت لري، لیدنه کړې. په دې لیدنه کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو او په تېره بیا د افغانستان د تازه مېوو د معیاري پروسس او بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه روسیې ته د صادرولو په تړاو خبرې شوې دي. ورته مهال دغو سوداګرو ته ډاډ ورکړل شوی چې د روسیې بازارونو ته د هېواد د کرنیزو محصولاتو او تازه مېوو رسولو لپاره به اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.