د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ د فراشغان درې د کارک سیمې خلکو د وروستیو ورښتونو له کبله د ویجاړو شويو سړکونو د بیا رغولو په هدف اشر پیل کړی. د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ فراشغان درې د کارک سیمې اوسېدونکو د یو عمومي اشر له لارې د خپل کلي د سېلابونو له امله د وېجاړ شوي څه باندې ۵ کیلومټره سړک د بیا رغولو چارې پیل کړې دي. د یادونې وړده، چې په راتلونکو ورځو کې به د دولت شاه ولسوالۍ اړوند د دهن وزیر، میدان وزیر، پسکام، قلعه نو او سرخنو کلیو ویجاړ شوي سړکونه هم ورغول شي.