د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ملي آرشیف د عوایدو د زیاتوالي طرحه د دغه کمېسیون د تخنیکي کمېټې له لوري د راغلو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره تایید او یاد وزارت ته سپارښتنه شوې، چې ملي آرشیف ته د خلکو د راجلبولو په موخه په اعلاناتو او تشویقي پروګرامونو او همدارنګه لیدونکو او متقاضیانو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې جدي کار وکړي. په دې غونډه کې همدرانګه د کارګرانو ملي اتحادیې د جایدادونو د برخلیک، د دغه اتحادیې د اساسنامې پر تعدیل او د مدیره هیئت پر ټاکنه؛ د سنايي غزنوي ښارګوټي د پاتې چارو پر پيل او د یوشمېر نورو موضوعاتو د تعقیبي راپورونو په اړه خبرې شوې دي.