په هرات کې د فریلانسینګ پروګرام له لارې د لویدیځ زون په کچه زرګونه ځوانانو ته د زده کړې تر څنګ د کار زمینه برابریږي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال محمد یونس راشد هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ځوانانو د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ویلي، چې یاد وزارت په پام کې لري، چې د هېواد په کچه ۱۵ زره ځوانانو ته د فریلانسینګ پروګرام له لارې د زده کړو او کار زمینه برابره کړي. نوموړي زیاته کړې، چې د هېواد لویدیځ زون په کچه د فریلانسینګ پروګرام په دویم پړاو کې ۳۰ تنو ځوانانو ته په انلاین ډول د کار او زده کړو زمینه برابرېږي، چې تر دا مهاله د یاد پروګرام له لارې د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې د یاد پروګرام له لارې زرګونه ځوانانو ته د زده کړو زمینه هم برابره شوې ده.