د بدخشان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په وردج ولسوالۍ کې د څه باندې۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبولګولو ۳ زېرمې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د یاد ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د وردوج ولسوالۍ په درېیو کلیو کې د آقا خان دفتر په مالي ملاتړ دغه زېرمې جوړې شوې دي. د یادونې وړده، چې دغه دفتر په پام کې لري، د خلکو په همکارۍ د یادو زېرمو په شاوخوا کې د شنو ساحو د پراختیا، د سېلابونو د مخنیوي او د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په موخه واترشید جوړ کړي.