د فاریاب ولایت په اقینې بندر کې د ۷۴ مېلیونه او ۷۹۴ زره افغانیو په ارزښت د دوو پروژو چارې پیل شوې. د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي ریاست پر ټویټر پاڼه د دغو دوو پروژو له پيلېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې، په دغو پروژو کې د دغه ګمرک د تمځای کانکرېټ کول او د چاردېوالي بیارغونه شامله ده. د چارواکو په خبره د دغو پروژو چارې به د لسو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یادو پروژو لګښت د مالیې وزارت له پراختیایې بودجې ورکول کېږي، چې په بشپړېدو سره به يې سوداګرو او د ګمرک کارکوونکو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.