د ترکمنستان د ټاپي کمپنۍ رییس محمد مراد امانوف او د دغه هېواد سفیر د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي دي. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، په دې کتنه کې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نللیکې د وروستیو تابیاوو په تړاو خبرې کړې دي. د خبرپاڼې پر بنسټ، سرپرست وزیر ویلي چې، د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نللیکې غځول د سرپرست حکومت له لومړیتوبونو څخه دي او بېلابېلو ارګانونو د ټاپي پروژې اړوند چارې بشپړې کړې دي. په دې کتنه کې امانوف هم ویلي چې، ترکمنستان د افغانستان تر پولې نللیکه غځولې ده او ډاډ یې ورکړی چې، د افغانستان په خاوره کې به هم د دغې پروژې عملي چارې ډېر ژر پيل شي.