د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال، د سرپرست حکومت د بیاځلې واکمنېدو (زمري ۲۴ مې) نمانځنې په مناسب غونډه کې وویل، چې د سیمې او نړۍ وضعیت له نږدې څاري او سرپرست حکومت د سولې ملاتړی دی. نوموړي وویل، هڅه يې چې رقابتونه او سیالۍ له افغانستان بیرون وساتي. هغه یو ځل بیا ټولو هېوادونو ته د مثبتو تعاملاتو ډاډ ورکړ او ویې ویل، دوی د ناسمو باورونو په تړاو هر چا سره خبرو ته چمتو دي. نوموړي زیاته کړه، ګاونډيان دې اجازه ورکړي چې کډوال په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي او نړیوال بنسټونه دې هم افغان کډوالو ته رسېدنه وکړي. سیاسي مرستیال بې وزلي او لوږه هغه څه یاد کړل چې په خبره یې دوی ته په میراث ور پاتي دي خو هغه د فقر او لوږې پر ضد بشري مرستې د لنډ مهال لپاره مهمې یادې کړې.