امریکا پر اسراییلو د جېټ الوتکو او نورو پوځي وسلو د پلورو طرحه تصویب کړه چې ارزښت یې ۲۰ میلیارده ډالره یاد شوی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتونیو بلېنکن ویلي، پر اسراييل به د ۱۹ میلیارده ډالرو په ارزښت ۱۵ اف جېټ الوتکې، د ۷۷۴ میلیون ډالرو په ارزښت د ټانک مرمۍ او د ۵۸۳ میلیون ډالرو په ارزښت پوځي نقلیه وسایط وپلوري. رویټرز خبري اژانس، د پنټاګون له قوله راپور ورکړی چې دغه وسلې او نظامي تجهیزات به د راتلونکو څو کلونو په لړ کې اسراييل ته ورکړ شي. په دغه راپور کې راغلي، تمه ده چې د اف ۱۵ جیټ الوتکو او بویینګ الوتکو تولید کلونه وخت ونیسي او اسراييل ته یې ورکړه له ۲۰۲۹ زیږیز کاله پیل شي.