د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د دولسمې ناحیې اړوند د څرخي پله په سیمه کې او د ۳۱م ګذر اړوند په دولت آباد سیمه کې د دوو فرعي سړکونو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې سپارل شوي دي. د مسوولینو په خبره، د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، په یادو سړکونو څه باندې ۱۲ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او چارې د ۴ میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي. د دغوې سړکونو په جوړېدو سره ښاریان خوښي څرګندوي، چې د دوی ګڼې ستونزې هوارې او له ترانسپورتي اسانتیاوو برخمن شوي دي.