د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی. یادې ادارې په ننګرهار، بدخشان، نورستان، پنجشېر، کونړ، لغمان، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او زابل کې سبا جمعه او بل سبا شنبه، د ورښتونو اټکل کړی دی. د هواپېژندنې ادارې دغه راز ویلي، چې په ځینو سیمو کې د باران کچه له ۱۰ تر ۳۵ سانټي مټرو اټکل شوې. یادې ادارې په خبر پاڼه کې ویلي، چې په شمالي، لوېدیځو، سوېلي، ختیځو او مرکزي ولایتونو، سربېره د سالنګونو په ګډون تېز بادونه، د خاورو او دوړو د پېښېدو اټکل هم کړی دی. په یادو سیمو کې د بادونو د چټکتیا کچه بیا په ساعت کې له ۵۰ تر ۷۰ کیلومټره پورې اټکل شوې ده.