غزه کې د اوربند د خبرو نوی پړاو د امریکا، قطر، مصر او اسراییل ترمنځ د قطر په دوحه کې پیل شو. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي، مصر او قطر به د دغه خبرو په تړاو له حماس سره همغږې وي. دغو خبرو اترو کې د اسراییل د موساد استخباراتي ادارې مشر، ډویډ برنیا، د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې رییس، بیل برن، د قطر لومړی وزیر او دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د مصر د استخباراتي ادارې رییس عباس کمال ګډون لري.