د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ ویلي، د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره یې په خپله وروستۍ لیدنه کې ورته ویلي، چې غزه کې جګړه په چټکۍ سره پای ته ورسوي. د رویټرز خبري اژوانس د خبر له مخې ټرمپ تېره ورځ په یوې خبرې ناسته کې ویلي، هغه او نتنیاهو پوهیږي چې څه وکړي. نوموړي زیاته کړې، نتنیاهو یې هڅولی چې دغې مسلې ته په تېزۍ سره د پای ټکی کیږدي. ټرمپ په داسې مهال دا څرګندونې کړې، چې غزه کې د اسراییلي ځواکونو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۴۰زرو واوښت.