د خیبر پښتونخوا د روغتیا څانګې ویلي، چې په خیبر پښتونخوا کې د بیزو تڼاکو دوه نورې پېښې ثبت شوې چې په ټول هېواد کې د دې ناروغۍ شمېره درېیو ته لوړه شوه. په پاکستان کې تېره ورځ د روان کال د بیزو چیچک لومړۍ مشکوکه پېښه راپور شوې وه. د روغتیا نړۍوال سازمان د چهارشنبې په ورځ په افریقا کې د دغه ویروس د خپرېدو له امله نړۍوال بېړنی حالت اعلان کړ. دغه خبرداری وروسته له هغه ورکړل شو، چې له کانګو ډیموکراتیک جمهوریت څخه دغه ویروس نږدې هېوادونو ته هم خپور شو. په پاکستان کې پخوا هم د بیزو چیچک په نامه د ایم پیکس د ناروغۍ پېښې ثبتې شوې وې. د خېبرپښتونخوا د روغتیایي خدمتونو عمومي مشر سلیم خان وویل، دوو ناروغانو کې د بیزو تڼاکې لیدل شوې دي.