د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې یوه مرستندویه بنسټ له ایران او پاکستانه په جبري توګه را ایستل شویو افغانانو ته د ۴۰ کورونو د جوړولو چارې پیل کړې. د بلخ ولایتي چارواکي وايي، دا کورونه د یوه ترکي بنسټ په مالي مرسته جوړیږي او د هر کور جوړولو باندې دوه زره امریکايي ډالره لګښت راځي. د بلخ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس نورو کډوالو ته د سرپناه جوړولو په موخه د سرپرست حکومت د هڅو ډاډ ورکوي. د بلخ د والي مرستیال له نورو مرستندویه بنسټونو غواړي، چې د افغانستان د خلکو په ځانګړي ډول د کډوالو تر څنګ ودریږي او له تازه راستانه شویو سره د سرپناه او نورو اسانتیاوو په برخه کې همکاري وکړي.