پاکستاني لوري نن سهار یو وار بیا د تورخم دراوزه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده. سرچینې د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي، دغه لار پاکستان لوري د مهمو عملیاتو په موخه تړلې، چې ښایي د ورځې تر پایه بیرته خلاصه شي. دغه دروازه تېره اونۍ هم د افغان پوله ساتو او پاکستاني ملېشو ترمنځ د جګړې له کبله تړل شوې وه، چې وړمه ورځ بېرته خلاصه شوه.