د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري مرستیال د ازبکستان د ګرځندوی له وزیر امید شادیف سره کتلي. قدرت الله جمال په دې کتنه کې افغانستان ته د شادیف سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا برخه کې یو نوی پیل بللی دی. ورته مهال د ازبکستان د ګرځندوی وزیر له افغانستان سره د همکاريو د پیاوړتیا ډاډ ورکړی او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسولینو ته یې بلنه ورکړې، ترڅو ازبکستان کې د ګرځندوی په اړه جوړېدونکې غونډه کې ګډون وکړي، ټاکل شوې دغه غونډه د د روان میلادي کال په نومبر میاشت کې د ازبکستان پلازمینه تاشکند کې ترسره شي.