د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي چې افغانستان د سېرومو د تولید له اړخه پر ځانبسیا شوی دی. دغه څرګندونې د یاد وزارت مسوولینو نن په کابل کې د یو کلنو لاستهراوړنو د تشرېح پروګرام کړې دي. د یاد وزارت د مسوولینو د معلوماتو له مخې، تېرکال افغانستان کې تولید شوي سېرمونه ګڼشمېر عربي هېوادونه لېږدول شوي دي. تېرکال هېواد کې د واکسین د تطبیق کچه له ۶۵ څخه ۸۰ سلنې ته لوړه شوې او په ټولیز ډول ۸۵۹۹۷۰ مېندو او ماشومانو ته واکسین ورکړل شوی دی. د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو په وینا، تېرکال کې ۲۵۳۰۲ قلمه درملو او روغتیایي محصولاتو د واردېدو اجازه ترلاسه کړې چې له کورنیو تولیداتو څخه ۲۳۱۶ قلمه درمل بازار ته وړاندې شوي دي. همداراز د درملو د تولید ۱۵ فابریکو، د درملو د تورید ۱۵۱ شرکتونو او ۱۷۹ عمده پلورنځیو او ۲۴۶۸ فارمسسټانو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي.