د میدان وردګو د بدنې روزنې او ورزش امریت چارواکي وایي چې واک ته د سرپرست حکومت درېیمې کلیزې په مناسب په چک ولسوالي کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې. د میدان وردګو د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري په خپره شوېخبرپاڼه کې راغلي چې د ولایت په کچه د والیبال ۵۲ غوره لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، یادې سیالیو کې لومړی مقام وردګ زلمي، دوېم مقام تنګي سټار لوبډلې خپل کړ. باید وویل شي چې له دې وړاندې د میدانوردګ د بدنې روزنې او ورزش امریت له لوري دولایت په کچه ورته د والیبال سیالۍ جوړې شوې دي.