د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال او د ازبکستان د لومړي وزیر عبدالله عارف اف په حضور کې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ او د ازبکستان د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ پنځه هوکړه لیکونه لاسلیک شول. همدارنګه د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ او مالیې وزارتونو او د ازبیکستان د اړوندو وزارتونو ترمنځ هم تړونونه لاسلیک شوي دي. په دې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ازبکستان لومړي وزیر په نړیوالو فورمونو کې له افغانستان سره پر ملاتړ د ټینګار ترڅنګ ویلي، چې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دي او د ولسمشر نظر يې دا دی چې د افغانستان له اوسني حکومت سره له تعامل پرته پرمختګ ناشونی دی.