د ننګرهار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د ۲۲ څاه ګانو د رغېدو خبر ورکړی دی. سرچینې ویلي چې د IOM موسسې په مالي ملاتړ د دغه ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د څښاک پاکو اوبو د ۲۲ څاګانو د رغولو چارې بشپړې شوي، چې د نوموړې ولسوالۍ ۳۵۰ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو اسانتیاوې برابرې شوې دي. په یاده پروژه کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.