د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله عارف اوف په کابل کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي دي. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، په دې کتنه کې د افغانستان او ازبکستان پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او ټرانزیټ په تړاو خبرې اترې شوې دي. د خبرپاڼې پر بنسټ عارف اوف ویلي د ازبکستان ولسمشر له افغانستان سره د اړیکو پر پراختیا ټنیګار کړی او کابل ته په لوړه کچه د پلاوي استول د دې ښکارندويي کوي. نوموړي ویلي غواړي، له افغانستان سره ډپيلوماټیکې اړیکې پراخې کړي او له همدې امله په نږدې راتلونکي کې به په تاشکند کې د سرپرست حکومت سفیر ومني او افغان سوداګرو، زدهکړیالانو او ناروغانو ته د ویزې ورکړه پيل کړي. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په دغه کتنه کې ویلي افغانستان لېواله دی چې، په سیمهییزو سازمانونو کې یې حضور احیا شي. نوموړي همدارنګه ویلي چې، د افغان ټرانس رېل پټلۍ له جوړېدو سره به دواړه هېوادونه مرکزي او سوېلي اسیا سره نښلوي او سوداګرو ته د ویزو په برخه کې اسانتیا کولی شي چې سوداګري نوره هم زیاته کړي.