د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال، ایراني پلاوي سره کتنه کې له دغه هېواده افغانستان ته د نشه یي توکو قاچاق ته په اشارې له دغه پلاوي د دوه اړخیزې همکارۍ غوښتنه کړې ده. د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې لمخې دغه کتنه کې دواړو خواو نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د نړۍوالې ټولنې همکاري اړینه بللې ده. د عبدالحق همکار په خبره، ایراني پلاوي د نشه یي توکو پر وړاندې د کورنیو چارو وزارت د پولیسو وړتیا لوړولو او کروندګرو ته د بدیل کښت په برخه کې همکارۍ ته لېوالتیا ښودلې ده.