د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال له انګرېزانو د خپلواکۍ اخېستلو ۱۰۵ کالیزې په مناسبت وویل، که د ازادۍ اخېستل مهم دي نو ساتل یې هم اړین دي. هغه د نني وخت جګړه ییزو وسایلو او امکاناتو ته په کتو وویل، د خپلواکۍ ساتل اړین دي او باید عصري ټکنالوژۍ ته پاملرنه وشي. برادر په عین وخت کې وویل، افغانستان باید د نورې نړۍ په څېر له خپلو فرصتونو او امکاناتو استفاده وکړي، نوموړي د افغانستان اوسپنو ته په اشارې وویل، هېواد له اوسپنې ډک دی او باید لازمه استفاده ترې وشي. اقتصادي مرستیال له انګرېزي ښکېلاک د خپلواکۍ بېرته اخېستلو ۱۰۵ کالیزې په مناسبت وویل، ازادي د افغانانو په سرونو کې ده او د نړۍ هیڅ ځواک نه شي کولی چې د افغانانو دغه جذبه ماته کړي.