عامې روغتیا وزارت د بيزو چيچک ناروغي د هېواد او سیمې لپاره ګواښ بللی او ویلي یې دي، چې د دې ناورغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره یې لازم تدابیر نیولي دي. د خیبر پښتونخوا په مردان کې د بیزو چيچک د یوې مثبتې پېښې له ثبتېدو وروسته د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي د ناروغۍ د لېږد د مخنیوي لپاره یې صفري نقطو کې روغتیايي څېړنډلې ګومارلې دي. د ياد وزارت ویاند شرافت زمان وايي، د اېم پاکس ساري ناروغۍ ټیمونه به افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو ارزونه کوي او مشکوک کسان به قرنطین کوي. دا ناروغي د والګي په څېر د نښو نښانو او د پوستکي د ټپونو لامل کېږي او کېدای شي مرګونې ثابته شي. پر دې ناروغۍ له هرو سلو اخته کسانو شاوخوا څلور ژوند بایلي.