د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، په افغانستان کې د اقلیمي بدلون له امله زیانمن شوي خلک لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري. یواینایچسيآر دې ته په اشارې چې افغانستان د اقلیمي بدلون له سترو زیانګالو هېوادونو دی ویلي، د دې بدلونونو له امله اغېزمن شوي افغانان لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري. یادې ادارې نن پر خپله ایکسپاڼه په یوه بیان کې ویلي، وروستیو سېلابونو او سختو بادونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي او زیانمن شوي کسان خېمو، سرپنا ملاتړ، روغتیايي خدمتونو او رواني مشورو ته اړتیا لري. یواینایچسيآر ویلي چې افغانستان د اقلیمي بدلون له زیانونو سره مخ دی چې په ترڅ کې یې سېلابونه، طوفانونه او وچکالۍ رامنځته کېږي. په همدې حال کې یو شمېر سېلاب ځپلي د مرستو د نه رسېدو له امله شکایت کوي.