د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د انځرو حاصلات رسېدلي. د هرات ولایتي مسوولین وايي، سږ کال هرات کې د کافي بازارونو او چکالۍ ختمېدو سره د دغه ولایت د میوه لرونکو ونو حاصلات د پخوا په پرتله زیات دي. د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د شمېرو پر بنسټ د تېر کال په پرتله د دغه ولایت د انځرو حاصلات ۴۰ سلنه زیات شوي دي. خو ډیری بڼوال بیا بازارونو کې د انځرو د بیو ټیټوالي او له هېواده بهر د نه صادرېدو له امله شکایت کوي. هرات کې له ۶۲۰ هکټاره ډيره ځمکه کې د انځرو بڼونه جوړ شوي دي، چې ډیری يې په زنده جان ولسوالۍ کې دي. په ورځني ډول د دغې ولسوالۍ د انځرو له بڼونو ۲۲۰ ټنه انځر راټولیږي.