د حماس سیاسي دفتر مشر یحیی سنوار غزه کې د جګړې د پای او اوربند لپاره د امریکا هغه وړاندیز رد کړی، چې د اوربند لپاره یې ورته کړی و. الجزیرې تلوېزیون خبر ورکړی، چې حماس د اوربند لپاره د امریکا هغه وړاندیز په کلکه رد کړی، چې د فلسطین خاوره په کې بایلل کیږي. حماس په خپله ویبپاڼه ویلي، غزه کې د اوربند لپاره د اسرائیلو شرطونو ته ځای ورکړل شوی، خو د حماس شرطونه له پامه غورځول شوي. د حماس په بیانیه کې راغلي، اوربند هغه وخت ممکن دی، چې اسرائیل د غزې له خاورې په بشپړه توګه ووځي. بیانیه کې زیاته شوې، حماس پر خپلو اصولو ولاړ دی او د خپلې خاورې د ساتنې لپاره کلک دریځ لري.