د کندوز ځایي مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په پانګونې سره د کیمیایي سرې یوې کارخونې فعالیت پیل کړی دی. د یادې کارخونې رییس عبدالکریم ویلي، چې د یاد ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په پانګونې سره د کیمیاوي سرې کارخونې فعالیت پیل کړی، چې په یوه شپه او ورځ کې به ۱۰ ټنه کیمیاوي سره تولید کړي. هغه زیاته کړې چې په دغه کارخونه کې ۲۰ تنو ته د کار زمینه برابره شوې ده. ورته مهال د کندز یو شمېر کروندګر وایی، چې د وطن تولیدات د کیفیت له اړخه ځانګړی نوم لري او د داسې کارخونې د کرنې او اقتصادي پیاوړتیا کې مهمې تمامېږي.