د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر له ایراني پانګوالو سره کتلي دي. د دغه وزارت د خبر پاڼې لهمخې په دې کتنه کې، دواړو لورو د افغانستان د کاني زیرمو په اړه خبرې کړې دي. ایراني پانګوالو په کتنه کې څرګنده کړې چې د اوسپنې پر کانونو پانګونې ته لېواله دي او د کانونو او پټرولیم وزارت هم ورسره د کان کېندنې د قانون پر بنسټ د لازمو همکاریو ژمنه کړې ده.