د پاسپورټ عمومي ریاست وايي، د پاسپورټ د پیسو د ورکړې په موخه يې له خصوصي بانکونو سره خبرې کړي. د دغه ریاست ویاند، نورالله پتمن زیاته کړه، هڅه کوي چې د پاسپورټونو د ویش په درییو نویو مرکزونو کې د ملي بانک څانګې جوړې کړي. که څه هم چې په تېره یوه نیمه میاشت کې د پاسپورټ د وېش بهیر چټک شوی، خو د پاسپورت ځيني غوښتونکي د پاسپورټ د پیسو د سپارلو لپاره د بانکي استازولیو د زیاتېدو غوښتنه کوي. د پاسپورت ریاست د ویاند په وینا، په تېرو شلو ورځو کې په ټول هېواد کې ۱۸۰ زره کسانو ته پاسپورتونه ورکړل شوي دي.