د غور ولایت په مرغاب ولسوالۍ کې د اوبو یو کوچنی بند د نږدې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنی ته وسپارل شو. د غور د سیندیزې حوزې رییس رحمت الله اماني ویلي چې د دغه ولایت د مرغاب ولسوالۍ په اهلیته کلي کې د اوبو یو کوچنی بند د ۲ میلیونه ۹۶۴ زره ۶۹۰ افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. هغه زیاته کړې چې یاد بند به د اوبو په مدیریت او د کرنیزو ځمکو لپاره ګټور تمام شي. ورته مهال د سیمې اوسېدونکي د یاد بند په جوړېدو خوښي څرګندوي او له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه کوي.