په کندهار کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د قرنطیني فتونو د مخنیوي مرکز پرانیستل شو. د قرنطیني افتونو د مخنیوي یاد مرکز چې تازه په کندهار کې پرانیستل شوی، په ورځني ډول تر درې زره ټنو پورې د وچې میوې د پروسس کولو وړتیا لري. د مسوولینو په خبره د دغه مرکز په جوړولو ۵۰ میلیونه فغانۍ لګول شوي، چې د هېواد په ۹ ولایتونو کې به څانګې ولري. په ورته مهال د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه د قرنطیني افتونو مخنیوي په برخه کې پانګونه د وچې میوې معیاري صادراتو لپاره ګټوره بولي. خو د دغه مرکز له مسوولینو غواړي، چې نړۍوالو معیارونه په پام کې ونیسي. د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ دامهال د دغه ولایت وچه میوه د پاکستان او هند سربېره امریکا، اروپا او روسیې ته هم استول کېږي.