د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو نن د دغه ولایت له کانونو د تازه استخراج شویو زمردو د پلورلو خبرورکړی دی. د پنجشیر ولایتي مسوولینو ویلي، چې یو ځل بیا د هېواد پر سوداګرو ۲ زره ۴۹۱ قیراطه زمرد د ۳۷ زره ۵۵۰ ډالرو په ارزښت د داوطلبي له لارې وپلورل شول. د مسوولینو په خبره د یاد ریاست ادارې د پنجشیرله کانونو څخه استخراج شوي زمرد یې د با صلاحیته کمېټې د پلاوې په شتون کې په کورني سوداګر پلورلي دي.