د اوبو او انرژۍ وزارت د راتلونکو ۳ ورځو لپاره د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د تېزو بارانونو، اوبو کچې د لوړوالي او د سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی. یاد وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د کابل او هلمند سیندیزو حوزو کې شوی دی. په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د سېلابونو او اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د پنجشیر، غوربند، لوګر، میدان وردګ، غزني، کونړ، لغمان، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل او کندهار سيندونو پر لاره او ذکر شویو ځاینو په ځینې سېلبرونو کې شتون لري.