د میدان وردګو ولایت د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وایي چې د ډيارسي موسسې په همکارۍ یې، په چک ولسوالي کې پر شاوخوا ۳۰۰ بېوزله کورنیو نغدي مرسته ووېشله. د دغه ولایت د طبیعي پېښو پروړاندې مبارزې ریاست رییس فیضالله جلالي ویلي، یادو کورنیو چې د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي وو هرې کورنۍ سره ۲۲ زره افغانۍ او په ټولو بېوزله کورنیو شاوخوا شپږنیم میلیونه او ۵۰۰زره افغانۍ ووېشل شوې. نوموړي زیاته کړه، هڅه کوي چې د میدان وردګو په مرکزي بهسودو ولسوالي کې هم د وروستیو سېلابونو له امله له زیانمنو شویو کورنیو سره ورته مرستې وشي.