د بلخ د عامي روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یو روغتیايي مرکز د رغولو چارې پيل شوې دي. د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس رحمت الله منصور ویلي چې د دغه ولایت د نهر شاهي ولسوالۍ په نواباد سیمه کې پر ۱۰۰۰ جریبه ځمکه د ۶ میلیونه ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د یو روغتیايي مرکز د جوړولو چارې پيل شوې دي. ورته مهال د يادې سيمې اوسېدونکي د دغه روغتیایي مرکز په رغولو خوښي څرګندوي او په دې سره به هغوی ستونزې حل شي.