د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال په مشرۍ نن د سټنډرډ عالي شورا لومړنۍ غونډه وشوه، چې په یاده ناسته کې ۲۴ سټنډرډونه تصویب شوي دي. اقتصادي مرستیال ویلي، چې افغانستان د اقتصادي ودې او پراختیا په برخه کې لومړني ګامونه اخلي او اړتیا ده د سیمهييزې او نړیوالې سیالۍ لپاره د ملي او نړیوالو معیارونو سره سم محصولات او چوپړونه وړاندې کړي. دې غونډې ته د سټنډرډ ملي ادارې د تخنیکي کمېټې له لوري ۲۴ نوي سټنډرډونه د بحث لپاره وړاندې شوي وو چې د اړوندو ټیمونو له لوري ټول منل شوي دي.