د ځمکني ترانسپورټ نړيوالې ټولنې د کاشغر-کابل ترمنځ د نوې سوداګریزې لارې د جوړولو خبر ورکړی دی. دید خبري اژانس د ترانسپورټ نړيوالې ټولنې له قوله زیاته کړې، چې افغانستان ته د ټرانسپورټي خدمتونو د چټکتیا په موخه اوس نوې سوداګریزه لاره فعاله شوې ده. اخوا د چين د شمال لويديځ په سین کیانګ کې د کاشغر لوژستيکي مرکز ويلي، چې تر يوه چت لاندې يې د ځمکني ترانسپورت ټول اړين خدمتونه يو ځای کړي او لويديځې اسيا او نورو هېوادونو ته یې د مالونو د لېږدولو لپاره چمتو کړي دي. دغه مرکز زیاته کړې، چې د ټرانسپورټ سیسټم د ټولو مرحلو له بشپړولو وروسته لومړۍ بار وړونکې لارۍ د چین له کاشغر څخه د چین او پاکستان ترمنځ د خنجراب پولې له لارې کابل ته رسېدلې ده.