د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسوولینو د د دغه وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو او حساب ورکولو پروګرام کې ویلي، چې دغه وزارت په تېر یوه کال کې له ۶۷ خیریه موسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي او د څلور میلیونه ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت، اړمنو او مستحقو هېوادوالو ته اړین خدمتونه وړاندې شوي دي. دغه وزارت ویلي، چې په تېر یوه کال کې ۶۱۲۰۸۸ کونډو، یتیمانو او معلولینو ته په ټولیز ډول، ۱۵ میلیارده, ۴۰۷ میلیونه, ۳۸۲ زره او ۷۰۸ افغانۍ میاشتني مساعدتونه ورکړل شوي دي.